کابل باختر دوري اوولسمه
په هلمند ولايت کې دولس تنه وسله وال طالبان دملي امنيت له خوا نيول شوي دي .
دغه کسان دهلمند ولايت دمارجې ، ګرشک ، ناد علي دولسواليو او دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې دملي امنيت دجلا جلا عملياتو له امله نيول شوي دي .
درارسيدلو خبرونو له مخې په هلمند کې دوسله والو طالبانو داستخباراتو يو مسوول ملا عبدالحميد او دوسله والو طالبانو يو سيمه ئيز قوماندان ملا عبدالحبيب په نيول شويو کې دي
دهلمند ولايت دملي امنيت يومسوول باختر اژانس ته وويل چې ددغو عملياتو په بهير کې دوسله والوطالبانو دجنګي وسايلو درې ډيپوګانې هم کشف شوي دي .
دى وايي چې په دغو ديپوګانو کې چاوديدونکې توکې ، توغندي ويشتونکې په واټ کې دايښودلو لپاره ماينونه او سپکې او درندي جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .