په هلمند کې دوسله والو طالبانوديو جګپوړي قوماندان نيول کيدل .

کابل _باختر دوري اته ويشتمه :
دوسله والو طالبانو يو جګپوړي قوماندان په هلمند ولايت کې ونيول شو .
دغه قوماندان چې هويت يې نه دى په ډاګه شوى نن سهار دمارجې ولسوالۍ  په مربوطاتو کې دناټو او افغان ځواکونو دعملياتو په بهير کې  له دريو تنو افردو سره يې  نيول شوى دى .
  باختراژانس دناټو ديوې خبرپاڼې له خولې خبر ورکړ، په دغه قوماندان چې له افرادو سره يې په يوه پټنځي کې  ديو لړ تروريستي بريدونو په سازمان ورکولو بوخت  و، بريد وشو اوونيول شو .
  ناټو وايي دوسله والو طالبانو ددغه قوماندان دنيولو په بهير کې نښته هم  وشوه چې له امله يې ددغه قوماندان دوه تنه  افراد هم وژل شوي دى .
دناټو  دخبرپاڼې  دمعلوماتوله مخې، دغه جګپوړي قوماندان  دهلمند ولايت  او په تيره بيا دمارجې ولسوالۍ په ځينو سيمو کې دتروريستي ډلو رهبري په غاړه لرله .
ويل کيږي چې  پوځيانو په دې پيښه کې دوسله والو  طالبانو دجنګي وسايلو  يوه ډيپوترلاسه کړى دى .
  په دغو  ډيپوګانو کې  سپک او درانده جنګي وسايل او اووه کيلوګرامه اپين ترلاسه شوي دي .
  له بلې خوا ناټو ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دهلمند ولايت په سنګين ولسوالۍ کې له افغان پوځيانو اوبهرنيو ځواکونو سره دنښتې په بهير کې دشپږو تنووسله والو طالبانو د وژل کيدو خبر ورکړ .
دغه جګړه نن سهار هغه وخت ونښته چې يوې ډلې وسله والو طالبانو دافغان پوځيانو اودبهرنيو ځواکونو په کاروان بريد وکړ .
ناټو وايي چې په دې نښته کې افغان پوځيانو ، بهرنيو  ځواکونو اوملکي وګړو ته زيان نه دى اوښتى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته