امنیت

په هلمند کې دواده په مراسمو دراکټي بريد له امله شل تنه شهيدان او څلويښت تنه نور ټپيان شول .

کابل باختر د مرغومي يوولسمه :
په هملند ولايت کې تيره شپه دواده دمراسمو په بهيرکې دراکټي بريد له امله دښځو او ماشومانو په ګډون شل تنه ملکي وګړي شهيدان او څه ناڅه څلويښت تنه نور ټپيان شول .
دهلمند ولايت يوه امنيتي مسوول دباختراژانس خبريال ته وويل په دې راکټي بريد کې چې دسنګين ولسوالۍ په ميان رودي کلي کې ترسره شو دښځو اوماشومانو په ګډون شل تنه ملکي وګړي شهيدان او څه ناڅه څلويښت تنه نور ټپيان شول .
دغه توغندي دملي اردو دځواکونو او دوسله والو طالبانو ترمنځ د نښتې په بهير کې  چې له هغې څخه لرې  دواده مراسم پرځاى شوي و توغول شوي دي خو لاتراوسه  پورې عامل يې څرګند نه دى .
ګلاب   هغه سړى چې په دې راکټي بريد کې يې دخپلې کورنۍ دوه تنه  غړي يې له لاسه ورکړي دي وايي چې توغندي دواده دمراسمو په بهيرکې او ټيک په ګن شمير برخه والو لګيدلي دي .
دى  وسله وال طالبان ددغه راکټي بريد مسوول بولي خو تراوسه پورې دغې ډلې ددغه مرګاني بريد مسووليت په غاړه نه دى اخستى .
په دې نښته کې شاملو پوځيانو هم تراوسه پورې ددغې پيښې دعامل په باره کې نظر نه دى څرګند کړى .
په همدې حال کې دهلمند دولايتي شورا يو غړى  له رسنيو سره په اړيکه کې ددغه راکټي بريد دقربانيانو شمير ديرش تنه بولي او وايي چې په دې پيښه کې دښځو او ماشومانو په ګډون څه ناڅه اتيا تنه ملکي وګړي ټپيان شوي دي .
ددغه راکټي بريد زياتره ټپيان  دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه  ښار کې دايمرجنسۍ روغتون ته  ليږدول شوي دي .
په دغه روغتون کې ډاکترانو ددغې پيښې دلسو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله . له بلې خوا هم دهلمند ولايت درسنيو دفتر وايي چې ددغه راکټي بريد دڅرنګوالي او ددغې مرګانۍ پيښې دعامل دتشخيص لپاره پلټنې پيل شوي دي .   

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته