امنیت

په هلمند کې دنشه يي توکو يوه ډيپو کشف او له منځه يوړل شوه .

کابل باختر د وري شپږ ويشتمه :
دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ  په مربوطاتو کې تيره شپه دنشه يي توکو يوه ډيپو  دکوماندو دځواکونو په عملياتو کې له منځه لاړه .
دملي دفاع وزارت مطبوعاتي دفتر باختراژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلي دي   دملي اردو دکوماندو ځواکونو تيره شپه دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې چاڼيز عمليات ترسره کړل چې له امله يې  ٩٠٠٠ کيلوګرامه اپين ،  ١٢٥٠ کيلوګرامه داپينو پودر ، دپودر جوړولو يو ماشين ، دپودرو دپلاستيک  دپرس کولو يو ماشين، دمخلوط شوي اپينو   ١٥ بورى  يوشپيته کيلو واټه  جنراتور اونور وسايل له منځه لاړل .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته