په هلمند کې دناټو په ځواکونو بريد وشو

کابل باختر دوږي پنځه ويشتمه
په هلمند ولايت کې دبرتانوي ځواکونو په يوې پوځي اډې دياغي طالبانو په بريد کې ١٦ تنه وسله وال طالبان او د ناټو دوه تنه سرتيرې ووژل شول .
دياغيانو ددغه بريد هدف دبريټانيا په شهزاده پرنس هيري ناوړه قصد و خو د هلمند ولايت سيمه ييز مقامات وايي چې په دې پيښه کې ده ته زيان نه دې اوښتې .
دتيرې شپې په دوو بجو په شاوخوا کې د واشير ولسوالۍ ته څيرمه په دغې پوځي اډې پيل شو او يو نيم ساعت يې دوام درلود .
دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي باختر اژانس ته وويل چې دياغيانو په دې بريد اوپه هغې جګړه کې چې ونښته ١٦ تنه وسله وال طالبان اودوه تنه بريټانوي سرتيرې ووژل شول .
احمدي وايي چې لومړى ياغيانو په دغې اډې راکټي بريدونه وکړل او وروسته يې له دريو لورو په ځمکنيو بريدونو لاس پورې کړ .
په همدې حال کې وسله والو طالبانو هم ددغه بريد مسووليت په غاړه واخيست او ويلي يې دي چې له امله يې په لسګونو تنه بهرني پوځيان وژل شوي دي .
وسله والو طالبانو هم تاييد کړې ده چې ددغه بريد هدف دشاهزاده پرنس هيري پرخلاف ناوړه قصد و ، خو دهلمند دوالي ويندوى وايي چې په دې پيښه کې ده ته زيان نه دې اوښتې .
بريټانوي شهزاده لس ورځې مخکې افغانستان ته راعى او اعلام وکړ چې په فعاله توګه دخپلو هيوادوالو او دنورو پوځيانو تر څنګ له تروريزم سره په جګړه کې ونډه واخلي .