امنیت

په هلمند کې دمخپټي وسله والې ډلې ظهور

کابل باختر د مرغومي نولسمه :
په هلمند ولايت کې يوه وسله واله ډله پيدا شوې ده  چې تل  خپل مخونه  په دستمال سره پټوي .
خلک وايي چې ددغې ډلې  افراد دطالبانو په شان په تروريستي فعاليتونو او دخلکو په ځورونې لاس پورې کوي .
دغه جګړه ماران  په پټو لاسونو او مخونو سره په کوڅو او خيابانونوکې تګ راتګ کوي .
دهلمند ولايت مرستيال محمدجان رسوليار دباختراژانس له خبريال سره  په خبروکې  ددغې ډلې  څرګنديدل تاييد کړل  او ويې ويل  چې دغه کسان  په وروستيو دريو ورځو کې دهلمند ولايت  دکجکي ولسوالۍ  دنيچه او اذان  دکليو په ځينو سيموکې ليدل شوي دي.
رسوليار وايي  چې امنيتي مامورينو ددغوکسانو  دهويت په برخه کې  څيړنې او تحقيقات پيل کړى دى .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته