امنیت

په هلمند کې دماين دچاودنې له امله څلور تنه سيمه ييز پوليسان ټپيان شول.

کابل – باختر د کب دمياشتې ٩
دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښارکې دماين دچاودنې له امله څلور تنه سيمه ييز پوليسان ټپيان شول.
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک دباختر آژانس خبريال ته وويل چې دغه چاودنه پرون ناوخته دلښکرګاه ښار په بولان ساحه کې دسيمه ييزو پوليسو په کاروان ترسره شوه چې له امله يې څلور تنه سيمه ييز پوليسان ټپيان شول.
يوه اړونده خبرځاى وويل: پوليسو دپيښې ساحې ته ورودانګل او په دې اړوند څيړنې پيل شوې دي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته