کابل باختر دغبرګولي دوه ويشتمه :
په هلمند ولايت کې دماين دچاودنې له امله پنځه تنه ملکي وګړي شهيدان شول.
په دې چاودنه کې چې پرون ناوخته دهلمند ولايت دمارجې ولسوالۍ په مربوطاتو کې ترسره شوه ديارلس تنه نور ملکي وګړي ټپيان شول .
دغه پيښه هغه وخت رامنځته شوه چې دملکي وګړو دسپرلۍ موټر په واټ کې په ښځ کړى شوي ماين وخوت .
دهلمند ولايت وياند عمر ځواک په خپل فيسبوک کې ويلي دي چې په دې چاودنه کې پنځه تنه ملکيان شهيدان او ديارلس تنه نور ټپيان شوي دي .
ددغې پيښې په قربانيانو کې درې تنکي پيغلوتي او دوه ميرمنې شاملې دي او په ټپيانو کې هم ښځې او ماشومان تر سترګو کيږي .
دهلمند ولايت وياند وايي چې ددغې پيښې قربانيان او ټپيان ديو واده په مراسمو کې دګډون نيت درلود چې د سپرلۍ موټر يې په واټ کې په ښخ کړى شوي ماين وخوت .
دهلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې ديو روغتيايي مرکز ډاکترانو ددغې چاودنې دڅه ناڅه دريو تنو ټپيانو روغتيايي حالت خراب وباله .
تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت چاپه غاړه نه دى اخستى خو دهلمندسيمه ئيز مسوولين ددغې خونړۍ پيښې مسووليت دوسله والو طالبانو په غاړه اچوي .
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګڼ ميشتو لارو اوسيمو کې دبمونو اوماينونو په ښخولو لاس پورې کوي .
هغه اقدام چې زياتره ملکي وګړي پکې قرباني کيږي .
0 1 دقیقه لوستل