کابل/ دليندې ١١مه / باختر :
په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو په څلورو مرکزونو تېره شپه هوايي برېدونه وشول .
په دې برېدونوکې له ټولو جنګي وسايلو سره يې دوسله والو طالبانو پټنځي دړې وړې شوي دي .
دلومړنيو رپوټونوله مخې ، په دې برېدونوکې دطالبانو دډلې ددريو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون ١١ وسله وال طالبان ووژل شول .
دهېوادپه جنوب کې داتل قول اردويوجګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل: وسله والو طالبانوپه خپلو دغو پټنځيو کې په پوځيانودبريد لپاره چمتو کېدل چې پرې بريد وشو .
هغه په دغو برېدونوکې دوسله والو طالبانو دډلې ددريو سيمه ييزو قوماندانانو په ګډون د١١ وسله والو طالبانو وژل کېدل تاييد کړل .
ديوبل خبرله مخې، پوليسو دهلمند له ګڼ مېشتولارو څخه دپنځو ماينونو په کشفولو سره ديولړچاودنو مخه ونيوله .
ددغو ماينونو دښخولو په اړوند څوک نه دي نيول شوي .
ختم_ ج _اکرم
0 1 دقیقه لوستل