په هلمند کې دطالبانو په مرکز کې دپوځيانو په بريد کې څلور تنه وسله وال طالبان ونيول شول .

-کابل باختر د وري اتلسمه :
څلور تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې ددوى په مرکز  د پوځيانوپه بريد کې ونيول شول .
په دغو کسانو تيره شپه کله چې په ګرشک  ولسوالۍ کې  په خپل مرکز کې  ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو پوخت وو ، بريد وشو او ونيول شول .
  دهلمند ولايت يوې امنيتي  سرچينې باختراژانس ته وويل چې دغه بريد دملي امنيت دځانګړو مامورانو له خوا شوى دى او په بهير کې يې څلور تنه ډار اچوونکي ونيول شول .
امنيتي مامورانو ددغو څلورو تنو ډار اچوونکو له نيولو وروسته دهغوى مرکز دړې وړې کړ .   ختم_ عطاالله _ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته