امنیت

په هلمند کې دطالبانو دچاودېدونکو توکو ډېر ستر زيرمتون له منځه يوړل شو .

کابل باختر د چنګاښ ١٢مه :
دملي امنيت دلوى رياست دخاصو قطعاتو   ځواکونو د کجکي  ولسوالۍ په ګندم ريز  ساحه کې دطالبانو دتروريستي  ډلې دپوځي ولسوال محمد خان په قرارګاه  باندې هدفمند عمليات ترسره کړل .
دملي امنيت دلوى رياست مطبوعاتي دفترباختراژانس ته خبرورکړ.  په دغو عملياتو کې اووه تروريست طالبان ووژل شول او يو ويشت زره کيلوګرامه چاودېدونکي  توکي ،يوشمير جنګي او مخابراتي وسايل ، يوپاکستاني پېژند کارت ،ددرندو اوسپکو وسلو څه دپاسه يوسلو پنځوس زره ګولۍ او يوه اندازه پوځي  تجهيزات په عملياتو کې دشاملو ځواکونو لاس ته ورغلي دي .
  ختم_ عطاالله _ اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته