-کابل باختر د زمري اوولسمه :
په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو دډلې دجنګي وسايلو يوه زيرمه کشف شوه .
دغه زيرمه په ګرمسير ولسوالۍ کې دطالبانو په يوه پټنځي کې ساتل کيده .
دافغانستان په جنوب کې دملي اردو يوقوماندان باختراژانس ته وويل چې له دغې زيرمې څخه درې سوه کيلوګرامه اپين ، درې موټرونه او يوه اندازه چاوديدونکي توکي ترلاسه شوي دي .
ده وويل په دغه پټنځي کې دپوځيانو دبريد په وخت کې طالبان موجود نه و .
0 د یوې دقیقې څخه لږ