په هلمند کې دطالبانو دسلګونو کيلوګرامو چاوديدونکو توکو کشفول
کابل باختر د تلي څلورمه
دوسله والو طالبانو په سلګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکي په هلمند ولايت کې دعملياتو په بهير کې کشف او ترلاسه شول .
دغه توکي په داسې حال کې چې دخانشين ولسوالۍ په مربوطاتو کې په يوه ډيپوکې ساتل کيدل نن سهار دافغان پوځيانو او دناټو دځواکونو په عملياتو کې کشف او ترلاسه شول .
دهلمند دوالي ويندوى داود احمدي باختر اژانس ته وويل چې په دې ډيپو کې ٥٢٠ کيلوګرامه چرس ترلاسه شوي دي
دهلمند دوالي دويندوى دڅرګندونو له مخې، ددغو نشه يي توکو دساتنې په اړوند يو ياغي هم نيول شوى دى .
په همدې حال کې ناټو هم ديوې خبرپاڼې په خپرولو سره دطالبانو دنشه يي توکو ددغې ډيپو کشفول تاييدوي .
په دې خبرپاڼه کې ويل شوى دى چې ياغيانو کله چې بل ځاى ته ددغو
نشه يي توکو دقاچاقو نيت درلود دغه ډيپو کشف شوې ده .
په اوس وخت کې په افغانستان کې دنشه يي توکو زيات کار اوبار
دوسله والو طالبانوله خوا ترسره کيږي .