په هلمند کې درې تنه د غلا په تور ونیول شول
کابل/ د وري١٨ مه / باختر
په هلمند کې د موټرسايکلونو درې حرفه يي غله ونیول شول.
دغو کسانو د ځانګړو کلیو په استفادې سره موټرسایکلونه غلا کول .
د هلمند د پوليسو يوې سرچينې باختراژانس ته وويل، دغه غله په سنګين ولسوالۍ کې د يو ملکي وګړي د موټرسايکل د غلا کولو په وخت کې ونيول شول.
نيول شويو کسانو په لومړنيو څېړنو کې په هلمند کې د موټرسايکلونو په څو غلاګانو کې په لاس لرلو اعتراف کړى دى.
| ذ