خبرونهامنیت

په هلمند کې درې تنه د اوسپنې د قاچاق په تور ونیول شول

کابل، د غبرګولي ۲۴مه، باختر

د هلمند ځايي چارواکي وايي چې د دغه ولایت په دېشو ولسوالۍ کې درې تنه بهر ته د اوسپنې او مسو د قاچاق په تور نیول شوي دي.

د دېشو ولسوال ملا عبدالسلام صفا باختر اژانس ته وویل چې ضبط شوي مس او اوسپنه په یو موټر کې ځای پر ځای شوې وه او بهر ته قاچاق کېده.

د دېشو ولسوال وایي چې په خپل ټول توان سره به له هېواد سره د خیانت کوونکو او د هېواد د شتمنیو د قاچاق کوونکو مخه نیسي.

دا په داسې حال کې ده چې له دې وړاندې هم په دغه ولایت کې بهر ته د اوسپنې د قاچاق په تور لسګونه تنه نیول شوي وو.

س.صدیقي

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته