په هلمند کې ددريو تنو ماين ښخوونکو وژل کيدل
کابل باختر د لړم اتمه
په هلمند ولايت کي دناټو دهوايي بريد له امله درې تنه ماين ښخوونکي طالبان ووژل شول .
دغه بمباري نن سهار وختي دسنګين ولسوالۍ په مربوطاتو کې هغه وخت وشوي چې وسله وال طالبان په يو ګڼ ميشت واټ کې په ماين ښخوولو بوخت و .
دهيواد په جنوب کې دناټو دځواکونو يوه ويندوي باختر اژانس ته وويل چې په دې هوايي بريد کې درې تنه ماين ښخوونکي طالبان و وژل شول .
ده وويل طالبانو غوښتل چې ددغو ماينونو په ښخولو سره دافغان ځواکونو او دناټو دقوتونو په کاروان بريد وکړي .
وسله وال طالبان په دې وروستيو وختو کې زياتره په واټونوکې په ماين ښخولو لاس پوري کوي هغه ماينونه چې زياتره ملکي وګړي قرباني کوي .