په هلمند کې دجګړې او د ويجاړتياو په غبرګون کې د وګړنيو اعتراضونو دوام
کابل باختر دوري دمياشتې ١٥ نيټه :
په هلمند ولايت کې د جګړې او د ويني تويېدو په غبرګون کې وګړني اعتراضونه دوام لري.
په سلګونو هلمندي ځوانانو ، مدني فعالانو او ورزشکارانو د خيمي په درولو سره له طالبانو او دولت څخه غواړي چې جګړې پاى ته ورسوي.
دوى څه ناڅه يوه اوونې کېږي چې په اعتراض لاس پورې کړى دى او دغه اعتراضونه لا هم دوام لري.
يوشمېر اعتراض کوونکو د نه خوړولو اعتصاب هم کړدى چې روغتيا پالانو يې روغتيايي حالت خراب بللى دى.
اعتراض کوونکي وايي چې سراسري سولې ته د طالبانو او دولت تر دوام ورکولو پورې خپلو اعتراضونو ته دوام ورکوي .
په همدې حال کې وسله وال طالبانو په هملند ولايت کې د جګړې په دوام ټينکارکړى دى او خبردارى يې ورکړى دى چې د دغې ډلې تر کنترول لاندې سيمو کې لاريون ونه کړي.
طالبانو د يوې اعلاميې په خپرولو سره له اعتراض کوونکو څخه وغوښتل چې د دغې ډلې تر کنترول لاندې سيمو کې دې لاريون ونه کړي که نه مسووليت به د دوى په غاړه وي .پاى عطاالله ذ