امنیت

په هلمند کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول .

کابل باختر د مرغومي نهمه :
په هلمند کې  تيره شپه  دوسله والو طالبانو اودملي اردو  دسرتيرو ترمنځ نښته کې  اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
  د٢١٥ميوند قول اردو دعامه اړيکو مسوول ډګرمن محمدرسول ځاځي دباختراژانس خبريال ته وويل  وسله والو طالبانو  په سنګين ولسوالۍ کې  دکامل په نامه  دملي اردو  په يوې پوستې  بريد وکړ چې دملي اردو دځواکونو له سخت مقاومت  سره مخامخ شول .
يوه اړونده خبرځاى وويل چې په دې پيښه کې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول او درې تنه نور يې ټپيان شول .
خبرځاى زياته کړه چې وسله وال يرغلګر له څو ساعته جګړې وروسته  له سيمې څخه وتښتيدل  او اوس  په سيمه کې امنيت  تامين شوى دى .
  ځاځي وويل  چې ددغې نښتې په بهير کې دملي اردو درې تنه سرتيري شهيدان شوي دي.
دسنګين ولسوالۍ  دهلمند ولايت  يوه ناامنه  ولسوالۍ  ده  چې په روان کال کې  څوځلې  سختې جګړې  پکې شوي دي  او له امله يې  يوشمير وسله والو طالبانو، ملکي وګړو او دولتي ځواکونو ته مرګ ژوبله اوښتې ده .

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته