لښکر ګاه باختر د زمري د میاشتې ۲۲ مه
د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه کې شاوخوا ۱۲۰۰ کسانو چې ۳۰۰ يې ښځينه وې د روغتيايي علومو په انسټيټيوټ کې د شموليت په موخه د کانکور ازموينه ورکړه.
د مسولينو په وينا له دغې ازموینې به شاوخوا ۱۴۰ تنه نارینه او ښځينه زده کوونکي د روغتيايي علومو انسټيټيوټ بېلابېلو رشتو کې جذب شي.
د هلمند د عامې روغتيا سرپرست رېیس ډاکتر مولاداد توبه ګار باختر اژانس ته وویل، چې دا ځل به زده کوونکي د نرسنګ قابلګۍ سربېره فارميسي څانګې ته هم لاره پيدا کړي .
هغه زیاته کړه چې په دغه ازموینه کې به هغه ګډون کوونکي زده کوونکي، چې د روغتيايي علومو انسټيټيوت ته يې لاره پېدا نه کړه په ۵۰ سلنه تخفیف سره خصوصي پوهنتونونو کې جذب شي.
توبه ګار وویل، چې فارغو شویو محصلینو ته به کاري زمینه برابره کړي او هم به د ولسواليو روغتيايي وضعیت ته ځانګړې پاملرنه وشي.
پای/رووفي
1 1 دقیقه لوستل