په هلمند کې١٢تنه د جنايي جرمونو په تور ونيول شول
کابل/ د وري١٥ مه / باختر
د هلمند امنیتي مسوولین وايي چې په دغه ولایت کې یې ۱۲ تنه د جنايي جرمنو په تور نیولي دي.
دغه کسان په تېرو ٢٤ ساعتونو کې د هلمند ښار او يو شمير ولسواليو څخه د یو لړ عملیاتو په ترڅ کې نیول شوي دي.
د هلمند د پوليسو يو خبرځاى باخترآژانس ته وويل پر نيول شويو کسانو د غلا، شوکمارۍ، وژنې او د نشه يي توکو د قاچاقو تور لګول شوى دى.
له نيول شويو کسانو څخه جنګي وسايل، نشه يي توکي او غلا شوي مالونه هم ترلاسه شوي دي.
| ذ