په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو په سنګرونو د هوايي قواوو خونړي بريدونه .

کابل باختر د وري  پنځمه
اته تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي قواوو په يولړ بريدونوکې ووژل شول .
په دغو طالبانو تېره شپه کله چې د لښکرګاه ښار ته څېرمه د  ډار اچوونکو د يولړ بريدونوپه سازمان ورکولو بوخت وو بريدونه  وشول .
د هېوادپه جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې په دغو بريدونوکې اته  تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل  په دې بريدونوکې د طالبانو څو مرکزونه هم  دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان  په هلمند ولايت کې د  وسله والو طالبانو د وسلو اومهماتو  د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپو  په سنګين ولسوالۍ کې د طالبانو له يوه پټنځي  څخه کشف  شوې ده.
د هلمند ولايت يو امنيتي مقام وايي چې له دغې ډيپو څخه څوسپک او درانده جنګي وسايل هم ترلاسه شوي دي .   ختم_ عطاالله_ اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته