امنیت

په هلمند ولايت کې د طالبانو په سنګرونود هېواد د هوايي ځواکونومرګاني بريدونه

کابل باختر د ثورپنځلسمه
په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو په سنګرونو  د هېواد د هوايي پوځ مرګاني بريدونه دوام لري .
په نويو بريدونوکې اته تنه وسله وال طالبان ووژل شول . 
په دغو  طالبانو تېره شپه  په داسې حال کې چې؛ د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت وو،دلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې بريد وشو.
د هېواد په جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې؛ د هېواد د هوايي پوځ په دغو بريدونوکې ٨   تنه وسله وال طالبان ووژل شول
سرچينه زياتوي چې، په ترسره شويو بريدونو کې د طالبانو څو مرکزونه هم دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ پوځيانو  د هلمند ولايت د مرکز لښکرګاه ښار  ته څېرمه د  وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د دوو  ډيپوګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګان دلښکرګاه ښار ته څېرمه د طالبانو له  پټنځي څخه کشف شوي دي.
د هلمند يو امنيتي مقام  وايي چې؛ له دغه ډيپوګانو څخه  يوه اندازه سپک  او درانده   جنګي وسايل  هم ترلاسه شوي دي .
په  يوبل خبر کې ويل شوي دي چې؛ پوځيانو په هلمند کې د طالبانو د يولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار  د هلمند ولايت  د لښکرګاه ښار ته څېرمه او د ناد علي ولسوالۍ  په مربوطاتو کې  درې  ماينونه کشف اوشنډ کړل .
د رارسيدلو خبرونو له مخې؛ دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و . ختم_ ج   -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته