امنیت

په هلمند ولايت کې د طالبانو په سنګرونود هېواد د هوايي ځواکونومرګاني بريدونه

کابل باختر دثور دريمه :
نهه  تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو د يولړبريدونو په  بهير کې  ووژل شول.
په دغو وسله والو  طالبانو تېره شپه  په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په  پلان جوړولو بوخت وود لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې بريد وشو.
د هېوادپه جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې  د هېواد د هوايي  ځواکونو  په دغوهوايي  بريدونوکې٩   تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې، په دغو بريدونوکې  د طالبانو څو مرکزونه  هم دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، پوځيان  په  هلمند ولايت کې د  وسله والو طالبانو دجنګي وسايلود يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
په  يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، پوځيانو په هلمند کې د طالبانو د يولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار  د هلمند ولايت  د لښکرګاه ښارته څېرمه او د سنګين په ولسوالۍ کې څلور   ماينونه کشف اوشنډ کړل .
د رارسيدلو خبرونو له مخې دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و . ختم_ج  -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته