کابل باختر دثور لومړى
يوولس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي ځواکونو د يولړبريدونو په بهير کې ووژل شول.
په دغو وسله والو طالبانو تېره شپه په داسې حال کې چې د يولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وود لښکرګاه ښار په مربوطاتو کې بريد وشو.
د هېوادپه جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې،د هېواد د هوايي ځواکونو په دغو هوايي بريدونوکې١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې، په دغوبريدونوکې د طالبانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، پوځيان په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلوديوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
له دغه ډيپو څخه چې دلښکرګاه ښار ته څېرمه د طالبانو له پټنځي څخه کشف او له هغه څخه يوشمېر سپکې او درندې وسلې ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې، پوځيانو په هلمند کې د طالبانو د يولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار د هلمند ولايت د لښکرګاه ښارته څېرمه او د سنګين په ولسوالۍ کې اووه ماينونه کشف اوشنډ کړل .
د رارسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه دطالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و . ختم_ج -اکرم
0 1 دقیقه لوستل