په هلمند ولايت کې د اووتنو وسله والو ډار اچوونکو وژل کيدل .
کابل باختر د وري دولسمه:
اووه تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د پوځيانو په بريد کې ووژل شول.
په دغو طالبانو تېره شپه لښکرګاه ښار ته څېرمه بريد وشو .
د هېوادپه جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې د پوځيانو په دې بريدکې اووه تنه وسله وال طالبان ووژل شول او د طالبانو څو مرکزونه هم دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان د هلمند ولايت په مربوطاتو کې د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلوديوه ډيپوپه کشفولو بريالي شوي دي .
ختم_ عطاالله _ اکرم