په هلمند ولايت کې دوسله والو طالبانو په سنګرونو دهېواددهوايي قواوو خونړۍ بريدونه .
-کابل باختر د وري اوومه:
شپږ تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې دهېواد دهوايي قواوو په يولړ بريدونوکې ووژل شول .
په دغو طالبانو تيره شپه کله چې د لښکرګاه ښار ته څيرمه د ډار اچوونکو ديولړ بريدونوپه سازمان ورکولو بوخت وو بريدونه وشول .
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دې هوايي بريدونوکې شپږ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل په دې بريدونوکې دطالبانو څو مرکزونه هم دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو دوسلو اومهماتو ديوه ډيپوپه کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپو دلښکرګاه ښار ته څيرمه دطالبانو له يوه پتنځي څخه کشف شوې ده . دهلمند ولايت يو امنيتي مقام وايي چې له دغې ډيپو څخه يوشمير سپکې او درندې جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
ديوبل خبر له مخې . امنيتي مامورانو نن ديولړ چاودنو لپاره دطالبانو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار دلښکرګاه ښارپه شاوخوا سيمو او له سنګين ولسوالۍ څخه درې ماينونه کشف اوشنډ کړل .
درارسيدلو خبرونو له مخې ،دغه ماينونه دطالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .