کابل باختر د زمري دوه ويشتمه :
څوارلس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې په يولړ بريدونوکې ووژل شول . په دغو طالبانو تيره شپه په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو په سنګين ولسوالۍ کې ددوى په سنګرونو بريدونه وشول . دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې په دغو بريدونوکې ١٤ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغوبريدونوکې دطالبانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلوددوو ډيپو ګانو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې دلښکرګاه ښار ته څيرمه او په سنګين ولسوالۍ کې دطالبانو په پټنځي کې کشف شوې ده
دهلمند يو امنيتي مقام وايي چې له دغو ډيپوګانو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې دطالبانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار د هلمند ولايت دلښکرګاه ښار ته څيرمه او له ګرشک ولسوالۍ څخه څلور ماينونه کشف اوشنډ کړل .
درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه دطالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
ختم_ ج -اکرم