امنیت

په هلمند ولايت کې دطالبانو په سنګرونو دهوايي ځواکونو خونړي بريدونه .

کابل باختر د وري شلمه
٩   تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د پوځيانو په هوايي بريدونوکې  ووژل شول
په دغو  وسله والو طالبانو تيره شپه په داسې حال کې چې دلښکرګاه ښار ته څيرمه  ديولړ  ډار اچوونکو بريدونو په سازمان ورکولو بوخت و ،  بريد وشو .
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل  چې دهېواد دهوايي ځواکونو په دغو بريدونوکې ٩ تنه وسله وال طالبان ووژل شول . او دوه مرکزونه هم  دړې ورې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان  د هلمند ولايت  په مربوطاتو کې  د  وسله والو طالبانو دجنګي وسايلوددريوډيپوګانوپه کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپوګانې  دلښکرګاه ښار ته څيرمه او دګرشک ولسوالۍ  دطالبانو  له پټنځي   څخه کشف  او يوشمير سپکې او درندې  جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . په  يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې دطالبانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار  په هلمند ولايت کې  دلښکرګاه ښار په شاوخوا سيمو  او دسنګين ولسوالۍ  څخه شپږ ماينونه کشف اوشنډ کړل .
درارسيدلو خبرونو له مخې، دغه ماينونه دطالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و .
  ختم_ عطاالله  -اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته