–کابل باختر د ثورديار لسمه :
لس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي پوځ ديولړبريدونو په بهير کې ووژل شول
په دغو طالبانو تيره شپه په داسې حال کې چې ديولړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وودلښکرګاه ښار په مربوطاتو کې بريد وشو
دهېوادپه جنوب کې دملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باختراژانس ته وويل چې دهېواد دهوايي پوځ په دغو بريدونوکې ١٠ تنه وسله وال طالبان ووژل شول .
ده وويل چې په دغوبريدونوکې دطالبانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيان د هلمند ولايت په مرکز لښکرګاه ښار ته څيرمه د وسله والو طالبانو دجنګي وسايلوديوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي .
دغه ډيپودلښکرګاه ښار ته څيرمه دطالبانو په پټنځي کې کشف شوې ده
دهلمند يو امنيتي مقام وايي چې له دغه ډيپو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي .
په يوبل خبر کې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې دطالبانو ديولړ چاودنو طرحه ناکامه کړه .
امنيتي مامورانو نن سهار د هلمند ولايت دلښکرګاه ښار ته څيرمه او له سنګين ولسوالۍ څخه اووه ماينونه کشف اوشنډ کړل .
درارسيدلو خبرونو له مخې دغه ماينونه دطالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لارو کې ځاى پرځاى کړى شوي و . ختم_ عطا الله -اکرم
0 1 دقیقه لوستل