په هلمندکې څلور تنه ماين ښخوونکې دخپل ماين قرباني شول
کابل باخترمرغومي دمياشتې ١١ :
په هلمند ولايت کې څلور تنه طالب ماين ښخوونکې دخپلو ماينونو دچاودنې له امله ووژل شول.
دغه ماين ښخوونکې پرون دګرشک ولسوالۍ په دوو سيمو کې کله يې چې غوښتل په ګڼ ميشتو لارو کې ماينونه ښح کړي دماينونو دچاودنې له امله ووژل شول.
دهلمنددوالي ويندوي احمدزيرک باختراژانس ته وويل چې طالبانو غوښتل په عامه لارو کې په ماين ښحولو سره دسيمې په اوسيدونکو اودښوونځيو په زده کوونکو بريد وکړي.
ويل کېږي ددغو چاودنو له امله دسيمي خلکو ته زيان نه دى اوښتي .
دهلمند ولايت په ګرمسير ولسوالي کې په يوه بله پيِښه کې يوملکې وګړي دماين دچاودني له امله ووژل شو .
دغه ماين دوسله والو طالبانو له خوا په يوه ګڼ ميشته لاره کې ځاى پرځاى شوي و.
په همدي حال کې په هلمند کې افغان ځواکونه وايي چې پرون دطالبانو له خوا ددولسو ايښودل شويو ماينونو په کشفولو بريالي شوي دي .
په افغانستان کې وسله وال طالبان زياتره په ګن ميشتولارو کې دماينونو په ښخولو لاس پوري کوي هغه ماينونه چې دچاودنې له امله يې زياتره ملکې وګړي قرباني کېږي .