په هلمندکې په پوځي عملياتوکې يوولس تنه وسله وال طالبان ونيول شول

کابل – باختر دتلې ديرشمه
په هلمند ولايت کې دپوځي عملياتو له امله يوولس تنه وسله والو طالبان ونيول شول.
دغه جګړه ماران کله يې چې غوښتل په افغان پوځيانو او دناټو په ځواکونو يولړ ترورستى بريدونه ترسره کړي؛ په خپل پټنځاى کې ونيول شول.
ناټو باختر آژانس ته ديوې خبرپاڼې په ليږلو سره ويلى دى چې ددغو عملياتو هدف ددغې يوولس کسيزې ډلې دقوماندان نيول و،خو دى ددغو عملياتو په بهيرکې په ساحه کې نه و.
خبرپاڼه زياتوي چې دغه قوماندان په هلمندکې دځينو ترورستي بريدونو مسووليت په غاړه درلود.
په دغو پوځي عملياتو کې نښته هم وشوه او څو تنه نور جګړه ماران هم وژل شوي دي.
ويل کيږي چې ددغو عملياتو په بهيرکې څو جنګي وسايل او په لسګونو کيلوګرامه چاوديدونکي توکې هم دګډو ځواکونو لاس ته ورغلى دى.
 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته