په هلمندکې په پوځي عملياتوکې دوه تنه وسله وال طالبان ونيول شول
کابل- باختردلړم دمياشتې ٣ :
په هلمندولايت کې سيمه ييزو مقاماتو د يوې لس کسيزې ډلې وسله والو طالبانو د نيولو خبر ورکړ.
پر دغو جګړه مارانو پرون کله چې د هلمندولايت دمرکز لښکرګاه ښار په مربوطاتوکې په تروريستي فعاليتونوبوخت وو؛ دپوليسو له خوا بريد وشو اونيول شول.
د هلمندد والي ويندوى احمدزيرک باخترا ژانس ته وويل: په دې لس کسيزه ډله کې ملاآقا چې په لښکرګاه ښارکې يې په تروريستي بريدونو لاس پورې کاوه؛ هم شامل دى .
زيرک په دغې لس کسيزې ډلې دبمونو او ماينونو دښخولو، وسله والو بريدونو او دملکي وګړو د وژنې او ځورونې په ګډون دلسګونو تروريستي بريدونو دترسره کولو تورلګوي او وايي چې ددغو کسانو نيول به په لښکرګاه ښارکې په امنيت باندې مثبته اغيزه ولري.