لښکرګاه باختر دچنګاښ دمياشتې ١٣ :
په هلمند ولايت کې د پوځي عملياتو په بهيرکې په لسګونو تنه ډار اچوونکي ووژل شول.
دغه پوځي عمليات دوه ورځې مخکې په ناوې ولسوالۍ کې د طالبانو په سنګرونو پيل شول او اوس هم دوام لري.
د کوماندوځواکونو وياند احمدجاويد سليم باختر آژانس ته وويل: په دغو عملياتوکې تر اوسه پورې د پنځلسو پاکستاني جګړه مارانو په ګډون د طالبانو د ډلې ٤٢ تنه غړي ووژل شول.
سليم وويل: په دغو عملياتوکې دغه راز د طالبانو څو مرکزونه هم له منځه وړل شوي او د هغوى په لسګونوجنګي وسايل د پوځيانو لاسته ورغلي دي.
دغه راز په دغو عملياتوکې د ملي پوليسو، ملي امنيت او د کوماندو په سلګونو تنه پوځيان ګډون لري چې موخه يې د طالبانو له شتون څخه د هلمند ولايت د نا امنو سيمو پاکول او په دغه ولايت کې د دغه ښار اوسيدونکو ته د ښه امنيت تامينول دي.
د کوماندو ځواکونو وياند وايي چې پوځيانو د دغو عملياتوپه بهيرکې د طالبانو له شتون څخه څو کلي پاک کړي او د پرمختګ په حال کي دي.
دغه عمليات په داسې حال کې ترسره کيږي چې په هلمند ولايت کې د ډار اچوونکو ډلو د فعاليت د زياتوالي خبر ورکړى شوى و.
د سيمې مخورو، سيمه ييزو مسوولينو او په پارلمان کې د هلمند ولايت استازو او د ولايتي شورا غړو د دغو عملياتو له پيل څخه مخکې خبر دارى ورکړى و: که دولت د دغو ډار اچوونکو د ځپلولپاره پراخ عمليات ترسره نه کړي، دغه ولايت به د ډار اچوونکو ډلو لاسته ورشي .
0 1 دقیقه لوستل