امنیت

په هلمندکې ٤ تنه د شوکمارۍ په تور ونيول شول

کابل / د زمري ٢مه /باختر:
٤ تنه نن په هلمند ولايت کې  د شوکمارۍ په تور ونيول شول.
په دغو کسانو تور لګول شوى دى، چې له يوسړي څخه يې ٢٥٠ زره پاکستاني کلدارې په زور اخستي دي.
  د هلمند د پوليسو يومقام  باختراژانس ته وويل:  چې دغه کسان  د ناد علي ولسوالۍ بازار ته څېرمه د پوليسو  په عملياتوکې ونيول شول .
  له نيول شويوکسانو څخه وسلې او دوه سوه پنځوس زره غلاکړى شوي کلدارې ترلاسه شوي دي .
  ختم _ ج _اکرم

 

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته