په هلمندکې ٣١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٣٠ ته نور ټپيان شول

کابل  باختر د وږي د مياشتې ٢ :
په هلمند ولايت کې د افغان پوځيانو او د بهرنيو ځواکونوپه هوايي بريدونوکې د وسله والو طالبانو د ډلې له خوا دموسى قلعه ولسوالۍ ته دنومول شوي ولسوال په ګډون ٣١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول.
په هلمندکې د ٢١٥ ميوند قول اردو مطبوعاتي مسوول ډګروال محمد رسول ځاځي د باختر آژانس خبريال ته وويل:  افغان پوځيانو او بهرنيو ځواکونو تيره شپه   په موسى قلعه ولسوالۍ کې  دطالبانو په پټنځيو هوايي بريدونه وکړل.
ده زياته کړه : له دغو بريدونو وروسته ددښمن  يوه زياته اندازه وسله او مهمات هم   دامنيتي ځواکونو لاسته ورغلي او طالبان  دجبهې له لومړۍ کرښې څخه په شا تمبول شوي دي .
ډګروال ځاځي  وويل : په دغو بريدونو کې دوسله والو  طالبانو دډلې له خوا دموسى قلعه ولسوالۍ ته دنومول شوي ولسوال په ګډون ٣١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول او ٣٠ تنه نور يې ټپيان شوي دي .
دهلمند دوالي وياند عمر ځواک هم دغه بريدونه تائيد کړل او ويې ويل : په دې وروستيو وختو کې په موسى قلعه ولسوالۍ کې دطالبانو فعاليتونو زور اخيستى دى .
د ه زياته کړه:په دغې ولسوالۍ کې  دامنيت دتامينولو په لاره کې  په ګړنديتوب سره کار دوام لري او هغه ټولې سيمې به بيرته ونيولې شي چې دطالبانو  په واکمنۍ  کې دي.
ځواک  د جزئياتو له وړاندې کولو پرته وويل :  په تيرو  دوو  ورځو کې  څه ناڅه ١٥ تنه امنيتي ځواکونه هم  شهيدان شوي دي .
د موسى قلعه يوه اوسيدونکي  حاجي معلوم  وويل: افغان پوځيانو او بهرنيو  ځواکونو  تېره شپه ددغې ولسوالۍ په خټکي سيمه کې بريدونه وکړل.
ده  زياته کړه:دغه بريدونه هغه وخت وشول چې نږدې ٣٠٠ تنه طالبان په يوه پټنځي کې راټول شوي وو او د ولسوالۍ په مرکز يې د ډله ييز بريد هوډ درلود.
ده  زياته کړه : د دوى دغه بريد دامنيتي ځواکونوله خوا  په شا وتمبول شو.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته