امنیت

په هلمندکې يو خبريال په مرموز ډول وژل شوى دى

کابل باختر د سلواغي څلورمه :
ناپيژندل شويوکسانو يو خبريال په هلمند ولايت کې وواژه.
پوليس وايي چې د نور احمد نوري مړى يې تېره شپه په لښکرګاه ښار پورې اړوند په شورم سيمه کي ترلاسه کړى دى.
په همدې حال کې د لښکرګاه ښار د روغتون د ډاکترانو څيړنې ښيي چې دغه خبريال دچړې په ګوزارونو سره وژل شوى دى.
ويل کيږي ددغه خبريال په بدن کې د ځورونې نښې  نښانې هم تر سترګو کيږي.
نور احمد نوري د بست سيمه ئيزې راډيو او د نيويارک ټايمز ورځپاڼې ته کارکاوه.
د هلمند ولايت يوه مسوول زين الدين ستانکزي باخترآژانس ته وويل: امنيتي مامورينو د خبر له ترلاسه کولو وروسته دغه خبريال روغتون ته وليږداوه، خو ده سا ورکړې وه.
تراوسه پورې ددغه خبريال د ترور عاملين نه دي پيژندل شوي.
د سيمې اوسيدونکي وسله وال طالبان ددغه خبريال د ترور مسوول بولي.که څه هم  دغې ډلې تراوسه پورې ددغې پيښې مسووليت په غاړه نه دى اخستى.
ددغه خبريال پلار نصيرالدين وايي چې زوى يې له هيچا سره دښمني نه لرله.
د بست د سيمه ئيزې راډيو د مسوول عبدالسلام زاهد د څرګندونو له مخې: نور احمد نوري د منبر او محراب د اسلامي پروګرامونو د برابرولو مسوول و.
په همدې حال کې د هلمند والي محمدنعيم ددغه خبريال د ترور د عاملينو د پيژندنې او نيولو لپاره د امنيتي مامورينو د هلوځلو د پيل خبر ورکړ.
له عبدالصمد روحاني وروسته دا دويم خبريال دى چې د ناپيژندل شويو وسله والوکسانو له خوا په هلمند ولايت کې وژل کيږي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته