په هلمندکې د ځانمرګي بريد له امله درې تنه ووژل شول او اتلس تنه ټپيان شول
کابل – باختر دتلې دمياشتې١٦
درې تنه نن هغه وخت شهيدان او اتلس تنه نور ټپيان شول چې په هلمند ولايت کې ځانمرګى بريد وشو .
د عيني شاهدانو د څرګندونو له مخې: يو ځانمرګى يرغلګر چې په چاوديدونکو توکو بار موټرکې سپور و؛ ځان يې په لښکرګاه ښار کې د نوزاد ولسوالۍ د پخوانى امنيه قوماندان د کور په وړاندې وچاوه.
د را رسيدلو خبرونو له مخې: په دې بريدکې د نوزاد ولسوالۍ په امنيه قوماندان سربېره چې د ځانمرګى يرغلګر اصلي هدف و؛ يو شمېرملکي وګړي هم قرباني شوي دي.
د هلمند د والي وياند عمرځواک له باختر آژانس سره په اړيکه کې وويل چې په دې ځانمرګى بريدکې دوه تنه ملکي وګړي او يو پوليس شهيدان او اتلس تنه نور ټپيان شول .
د هلمند د والي وياند وسله وال طالبان د دغه ځانمرګى بريد مسوول بولي او وايي چې امنيتي ځواکونو د دغې پيښې د عاملينو د پيژندلو او نيولو لپاره هلې ځلې پيل کړې دي .
په همدې حال کې د لښکرګاه ښار د يوه روغتون ډاکترانو د شپږوتنو ټپيان روغتيايي حالت خراب بللى دى .