په هلمندکې د يوه هليکوپټر راغورځيدل رد شول

کابل باختر دسلواغي  شپږمه
په هلمند ولايت کې امنيتي مسوولين د وسله والو طالبانو له خوا په دغه ولايت کې د بهرنيو ځواکونو د يوه هليکوپټر راغورځيدل ردوي .
دهلمند ولايت د امنيې قوماندانۍ د عامه اړيکو مسوول عبدالاحدچوپان باخترآژانس ته وويل چې دغه هليکوپټر په دې وروستيو وختوکې د تخنيکي عوارضو له امله د نوزاد ولسوالۍ د سادات کاريز په سيمه کې بيړنۍ  ناسته کړې ده او دغه سيمه د دولتي  ځواکونو د ادارې له ساحې څخه بهر ده .
چوپانوويل: بهرني ځواکونه په نوزاد ولسوالۍ کې خپل راغورځيدلى هليکوپټرترميموي او دغه سيمه ددغو ځواکونو له خوا کلابنده شوې ده .
په بګرام کې د ميشتو بهرنيو ځواکونومرکزي قوماندانۍ پرون د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره ويلي و چې يوهليکوپټريې د افغانستان په جنوب کې بيړنۍ ناسته کړې ده او په دې اړوند يې د طالبانو ادعا رکړې ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته