په هلمندکې د وسله والوطالبانو د يو جګپوړى قوماندان نيول کيدل

کابل  باخترد  ثور  دمياشتې  ١٨ :
د وسله والو طالبانو يو جګپوړى قوماندان له دريو تنو افرادوسره يې په هلمند ولايت کې د ناټو او افغان ځواکونو د عملياتو په بهيرکې ونيول شو.
دغه قوماندان د يو جومات ملاامام  و، خوپه  حقيقت کې  يې له دغه  جومات څخه يې يولړ تروريستي بريدونه رهبري کول.
باخترآژانس د ناټو د يوې خبرپاڼې له خولې خبر راکړ: په دغو قوماندان پرون کله  چې دلښکر ګاه ښار په مربوطاتوکې په يو جومات کې د يولړ تروريستي بريدونو په پلان جوړولو بوخت و؛ بريد وشو او  ونيول شو.
ناټو وايي: دغه قوماندان له جومات څخه دلښکرګاه ښارپه ځينوبرخوکې  د تروريستي بريدونو رهبري کوله .
ددغو عملياتو په بهيرکې ځواکونو د دغه قوماندان دجنګي وسايلو يوه ډيپو هم ترلاسه کړې ده.
په دې ډيپوکې چې په جومات کې ساتل کيده؛ په لسګونو سپکې او درندې وسلې اوپه سلګونو کيلوګرامه  چاويدونکي توکي هم ترلاسه شوي دي.
له بله پلوه ناټو د يوې خبرپاڼې په خپرولو سره په فارياب ولايت کې د عملياتو  په بهيرکې د دريو تنو وسله والو طالبانو د وژل کيدو خبرورکړ.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته