امنیت

په هلمندکې د هوايي بريد امله ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول

کابل باختر د وږي لسمه : يوولس تنه وسله وال طالبان په هلمند ولايت کې د هېواد د هوايي پوځ د يولړ بريدونو په بهيرکې ووژل شول. په دغو طالبانو تېره شپه په داسې حال کې چې د يو لړ ډار اچوونکو بريدونو په پلان جوړولو بوخت وو، په ګرشک ولسوالۍ بريد وشو. د هېوادپه جنوب کې د ملي اردو يوه جګپوړي قوماندان باخترآژانس ته وويل چې دهېواد دهوايي پوځ په دغو بريدونوکې ١١ تنه وسله وال طالبان ووژل شول. ده وويل چې په دغوبريدونوکې د طالبانو څو مرکزونه دړې وړې شوي دي . په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيان په هلمند ولايت کې د وسله والو طالبانو د جنګي وسايلو د يوه ډيپو په کشفولو بريالي شوي دي . دغه ډيپو په نادعلي ولسوالۍ کې د طالبانو په پټنځي کې کشف شوې ده. د هلمند يو امنيتي مقام وايي چې له دغې ډيپو څخه يوه اندازه سپک او درانده جنګي وسايل ترلاسه شوي دي . په يوبل خبرکې ويل شوي دي چې پوځيانو په هلمند کې د طالبانو د يو لړ چاودنو طرحه ناکامه کړه . امنيتي مامورينو نن سهار د هلمند ولايت دلښکرګاه ښار ته څېرمه او له سنګين ولسوالۍ څخه څلور ماينونه کشف او شنډ کړل . د را رسيدلو خبرونو له مخې: دغه ماينونه د طالبانو له خوا په ګڼ ميشتو لاروکې ځاى پرځاى کړى شوي و. ختم_ ج -اکرم

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته