په هلمند، فراه او فاریاب کې له دیني مدرسو څخه ۳۰۳ تنه فارغ شول

کابل، د مرغومي ۲۶مه، باختر
د هلمند مرکز لښکرګاه اړوند بولان سیمه کې د جامعة الاسلامیة احسن العلوم مدرسې څخه ۹۱ تنه د لویې او وړې دورې فاضلان او ۶۱ تنه د قرآنکریم حافظان فارغ شوې دي.
ورته مهال د فراه او فاریاب له دیني مدرسو څخه ۱۵۱ تنه په بېلا بېلو څانګو کې فارغ او د فضیلت پګړۍ یې وتړلې.
د یادو دینو مدرسو مسوولینو او یو شمېر دیني عالمانو فارغ شویو طالبالعلمانو ته د مبارکۍ ترڅنګ له هغوی وغوښتل چې په خپلو ترلاسه شویو علومو په سمه توګه عمل وکړي او د ټولنې نورو وګړو ته د علم او حکمت په رسولو کې هڅې وکړي.