ټولنه

په هرا ت کې ددوو ورځو په بهېر کې ددوو ښځو ځان وژنه

کابل باختردوږي دمياشتې  ٦ 
دوه ځوانې ښځې  يوازې ددوو ورځو په بهيرکې  په هرات ولايت کې  ځان وژنه کړې ده .
نازنين او منيره چې دواړه شل کلنې وې پرون او نن سهار په هرات ښار اودانجيل په ولسوالۍ کې   دزياتو درملو په خوړولو سره  خپل ژوند پاى ته ورساوه .
نازنين  چې نن سهار يې  خپل ژوند پاى ته ورساوه ددوو ماشومانو مور وه  .
دهرات ولايت  يوه امنيتي مسوول دباخترآژانس خبريال ته وويل :  چې  کورني تاوتريخوالې ددغو دواړو ځوانو ښځو د ځان وژنې اصلي انګيزه وه.
دهرات  دمرکزي روغتون يو مسوول رفيق شيرزاد وايي  چې دغه دوه ښځې  ناوخته روغتون ته وليږدولې شوې او ددوى د ژغورنې لپاره دډاکترانو هڅې نتيجې ته  ونه رسيدې.
درې ورځې  مخکې هم  ددوو ښځو مړي چې په مرموز ډول وژلې شوې وې دهرا ت له ښارڅخه کشف شول.
ځان وژنې ته دښځو اقدام داسې پديده ده چې دهرات ولايت يې  زياته شاهده ده.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته