په هرات کې ۱۳۰ طالبان له دولت سره يوځاى شول
کابل / د چنګاښ ۳مه / باختر
د مولوي حاجي مردان نورزايي په مشرۍ د ملا هيبت الله څانګې ١٣٠ وسله وال طالبان له خپلو وسلو سره په هرات کې د سولې له بهير سره يوځاى شول او د افغانستان له اسلامي جمهوريت څخه يې خپل ملاتړ اعلام کړ.
د باختر آاژانس د خبرله مخې؛ دغه کسان د ملي امنيت رياست د اوپراتيفي کار په پايله کې د قومي مشرانو او مخورو په همکارۍ د سولې له بهير سره يوځاى شول او ډاډ يې ورکړ چې له دې وروسته د دولت ترڅنګ د ملي ګټو او د خلکو د امنيت د تامين لپاره د افغانستان د خلکو د دښمنانو پرخلاف مقابله کوي.
د هرات امنيتي مسوولين وايي چې له دولت سره د دغو طالبانو په پيوستون سره د شينډنډ، زاول او زېرکوه ولسواليو په مربوطاتو کې مثبت امنيتي بدلونونه رامنځته کېږي.
د هرات والي عبدالصبور قانع وويل چې د سولې له بهير سره د دغو کسانو پيوستون د افغانستان اسلامي جمهوريت د حقانيت ښکارندوى دى او له نورو مخالفينو يې وغوښتل چې له جګړې او ورانکارۍ دې لاس واخلي او د افغانستان له اسلامي جمهوريت سره په پيوستون سره د ملت او ملي ګټو پر وړاندې خپل ايماني پور ادا کړي.
ختم-ج-ا