په هرات کې یو جامع جومات جوړ شو
کابل، د چنګاښ ۱۶ مه، باختر
د هرات ځايي مسوولین د دغه ولایت په زنده جان ولسوالۍ کې د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د یوه جامع جومات د جوړېدو خبر ورکړی دی.
د هرات د اطلاعاتو او کلتور رییس مولوي احمدالله متقي د باختر آژانس خبریال ته وویل، چې د زنده جان ولسوالۍ د نوآباد کلي په خوش رباط سیمه کې د یوه سوداګر له لوري د ۲ میلیونه افغانیو په لګښت د سیدالشهدا (حضرت حمزه رض) په نوم په عصري امکاناتو سمبال یو جامع جومات جوړ او ګټې اخیستنې ته سپارل شوی دی.
په ورته وخت کې د سيمې اوسېدونکو د دغه جامع جومات په پرانیستلو خوښي څرګنده کړې او ویلي یې دي چې د لومړي ځل لپاره په دې سيمه کې يو جامع جومات جوړ شوى، چې د نوآباد کلي سربېره د پنځو نورو کليو د سلګونو لمونځ کوونکو ظرفیت لري.