په هرات کې یو بل ښارګوټی زلزله ځپلو هېوادوالو ته وسپارل شو

کابل، د غبرګولي ۲۵مه، باختر
د هرات په زنده‌جان ولسوالۍ کې، د ۱۰۰ کورونو لرونکی یو بل ښارګوټی زلزله ځپلو هېوادوالو ته سپارل شوی دی.
د ریاست‌الوزرا د اقتصادي معاونیت د دفتر عمومي رئیس مفتي عبدالله عزام، د ياد ښارګوټي د سپارلو په مراسمو کې ويلي چې د اقلیمي بدلونونو له امله د هېواد بېلابېلې سیمې د زلزلو او سېلابونو له امله زیانمنې شوې او اوسېدونکو ته یې درانه ځاني او مالي زیانونه اوښتي دي.
عزام زياته کړې چې لا هم د تېر کال زلزلې له امله د هرات ځینې اوسېدونکي سرپناه نه لري او مرستو ته اړ دي؛ خو د ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونیت او نورې اړوندې ادارې په دې برخه کې خپلو همکاریو ته دوام ورکوي.
هغه ډاډ ورکړی چې د افغانستان اسلامي امارت د طبیعي پېښو له امله د زیانمنو هېوادوالو ترڅنګ ولاړ دی او پر وخت به یې ستونزو ته رسیدګي وکړي.
مفتي عزام، د هېواد ملي پراختیا ستراتیژي ته په اشارې سره ویلي چې ریاست‌الوزرا اقتصادي معاونيت د خپل مسئولیت له مخې د راتلونکو پنځو کلونو لپاره د هېواد د ملي پراختیا په ستراتيژۍ کار کوي او په نږدې راتلونکي کې به یې د لومړنۍ مسودې چارې بشپړې شي.
ويل شوي چې په دې ستراتيژۍ کې د هېواد د عيني اړتياوو او امکاناتو په چوکاټ کې به د ملي لومړيتوبونو بېلابېل مهم پروګرامونه په ګوته او د اقتصادي ودې پروسه نوره هم منظمه شي او همدارنګه د پانګونې او بشري قوې د ګومارنې لپاره به مناسب فرصتونه رامنځته او په ټوله کې به په هېواد کې د اقتصادي ودې بهير ښه مديريت او ګړندی شي.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته