خبرونهښوونه او روزنه

په هرات کې یوه ښوونځي ته ودانۍ جوړه شوه 

کابل، د غبرګولي ۱۰ مه، باختر

د هرات د پوهنې ریاست مسوولینو د دغه ولایت په انجیل ولسوالۍ کې یوه ښوونځي ته د ودانۍ جوړولو خبر ورکړی دی.

د هرات د پوهنې رییس مولوي رحمت الله جابر د باختر اژانس خبریال ته ویلي چې په  انجیل ولسوالۍ کې د UNHCR ادارې په مالي ملاتړ د ۳۰۰ زره ډالرو په لګښت د حضرت عمر فاروق (رض) ښوونځي ته چې په کې ۱۲ درسي او اداري خونې شاملې دي یوه معیاري ودانۍ جوړه او ګټې اخیستنې ته سپارل شوې ده.

نوموړي زیاته کړې، چې د یاد ښوونځي په پروژه کې د سیمې یو شمېر اوسېدونکو ته د شپږو میاشتو لپاره د کار زمینه هم برابره شوې وه.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته