خبرونهامنیت

په هرات کې څو وروستیو تروریستي بریدونوعاملین ونیول شول

٣٢- کابل/ د لړم ۲۸/ باختر
سیمه ییزو مسوولینو په هرات کې د څو وروستیو تروریستي بریدونو د دریو عاملینود نیولوخبرورکړ.
دغه درې تنه چې ویل کېږي د طالبانوغړي دي، د دوو ځانګړو عملیاتو په پایله کې د هرات په ښار او انجیل ولسوالۍ کې ونیول شول.
د هرات د والي ویاند جیلاني فرهاد باخترآژانس ته وویل: دغه تروریستان د هرات په ښار او ولسوالیو کې پرملکیانو او امنیتي ځواکونو پرپوستو په زیاتره تروریستي بریدونوکې کلیدي رول درلود.
نیول شوي کسان په خپلو لومړنیوتحقیقاتوکې د طالبانو په ډله کې د غړیتوب او د لسګونوتروریستي بریدونو په تېره بیا د هرات د استیناف څارنوالۍ د ریاست کارکوونکی څارنوال عبدالسمیع رحمتي او د امنیتي او دفاعي ځواکونو په ترور او د امنیتي ځواکونو پرپوستو په ماین ښخونواعتراف کړی دی.
د هرات د والي ویاند وايي چې نیول شویو کسانوڅخه شل کیلوګرامه چاودېدونکي توکي او د بمونواو ماینونو د کنترولودستګاوې ترلاسه شوي دي .
طالبانو تراوسه پورې په دې اړه څه نه دي ویلي.
پای – ع

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته