په هرات کې په يوه ترافيکي پېښه کې شپږ تنه ووژل شول

 کابل/ د کب ٨مه / باختر

د هرات – تورغنډۍ پر لویې لارې نن سهار په يوه ترافيکي پېښه کې ٦ تنه  مړه او ۵ نور ټپیان شوي دي.

د هرات د ترافيکو يوه مسوول  باخترآژانس ته وويل چې  دغه پېښه د يوه سراچه ډوله موټر او يوه بار وړونکي موټر د ټکر له امله رامنځته شوې ده.

نوموړي وويل د ترافيکي پېښو د څيړنې مديريت  ټيم د پېښې ځاى ته رسېدلی او د پېښې په اړه يې پلټنې پيل کړې دي.

هغه د دې پېښې علت د دواړو موټرو زيات ګړندی تګ وباله او ويې ويل، ټپيان د درملنې په موخه  روغتون ته لېږدول شوي دي.

\  ذ

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته