امنیت

په هرات کې په فساد د ککړو کارکوونکو مجازات

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
څلور تنه دولتي کارکوونکي د اداري فساد له امله د رامنځته شويو جرمونو د ابتداييه محکمې له خوا د اختلاس په تور په مجازاتو محکوم شول.
دغه کسان چې د خواجه عبدالله انصاري روغتون کارکوونکي دي؛ نن په هغې قضايي علني غونډه کې چې د قضاوتيار شيرآقا منيب په مشرۍ جوړه شوې وه؛ محاکمه شول.
قضاوتيار شيرآقا منيب وايي چې دغه څلور تنه د اختلاس په يوه قضيه کې د امنيتي ځواکونوله خوا نيول شوي وو چې په بند او نغدي جريمې محکوم شول.
ويل کيږي چې يو له دغوکسانو څخه د توقيفي مودې په محاسبې سره په شپږو مياشتو بند محکوم شو.
دغه راز يو تن تورن په شپږو مياشتو بند او  د نهه سوه  نوي زرو افغانيو په بيه  د يو اختلاس شوي هايلکس موټر د بيې په ورکولو او په معادلې نغدي جزا او دوه تنه نور تورن کسان د توقيفي ورځو په محاسبې سره هر يو يې په دوو مياشتو بند محکوم شول.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته