امنیت

په هرات کې په دوو جلا جلا پيښوکې د دوو تنو وژل کيدل

کابل باختر دمرغومي دمياشتې ٢٨ :
د هرات ښار دوه تنه اوسيدونکي په دوو جلاجلاپيښوکې ووژل شول.
يو له دغو کسانوڅخه چې پنځه ويشت کلن ځوان دى؛ د ګذرې په ولسوالۍ کې د لاسي بم د چاودنې له امله ووژل شو.
دغه ځوان چې ويل کيږي لاسي بم يې په خپل جيب کې پټ کړى و؛ د  چاودنې له امله ووژل شو .
د خواجه عبدالله انصاري د روغتون وياند وايي: ددغه ځوان مړى پرون روغتون ته وليږدول شو.
له دې سره جوخت، په نسبي ډول سپين يو ږيرى سړى د انجيل ولسوالۍ په کبابيانو کلي کې ووژل شو.
دغه سړى چې نږدې ٣٧ کلن و؛ د ناپيژاندو وسله والو کسانو په ډزو سره ووژل شو.
ددغه سړي مړى د جمعې په شپه د خواجه عبدالله انصاري روغتون ته وليږدول شو.
دهرات د روغتون مسوولين وايي چې ګولۍ ددغه سړى په ګيډه او ټټرکې لګيدلې دي .
تراوسه پورې دکبابيانو دکلي ددغه اوسيدونکي دوژل کيدو انګيزه نه ده مشخصه شوې.

نور ښکاره کړئ

اړونده مقالې

بیرته پورته تڼۍ ته